
کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
دا په سیمه کې د امریکا تر ټولو لویه اډه ده چې په ۱۹۹۶ کال کې په ۲۴ هکتاره مساحت سره جوړه شوې او د شاوخوا ۱۰۰ الوتکو او بې پیلوټه الوتکو د ځایدو ظرفیت لري.
په دې اډه کې له ۱۰ زرو څخه زیات امریکايي عسکر ځای پر ځای دي او دا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اصلي مقر ګڼل کیږي.
دا اډه اوس مهال په سیمه کې د امریکايي اډو په منځ کې د جنګي او بې پیلوټه الوتکو په شمول د هوايي تجهیزاتو تر ټولو زیاته مجموعه لري.
ایراني چارواکي ادعا کوي، چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران پخوانی قوماندان سلیماني هم د همدې اډې څخه د برید په ترڅ کې ووژل شو.
که څه هم ایران ادعا کوي، چې دغه اډه یې د نن شپې په برید کې ویجاړه کړې، خو امریکا ویلي، چې د ایران بریدونه یې شنډ کړي دي.
سعودي عربستان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو د ایران لخوا په یاده اډه برید غندل شوی دی.