افغانستانخبرونه

امریکا پر محمودشاه حبیبي پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا حکومت د افغاني الاصله امریکايي، محمود شاه حبيبي د ځای په اړه د معلوماتو شریکولو یا بېرته ګرځولو پر سر پنځه میلیونه ډالر جایزه اعلان کړه.

د امریکا حکومت زیاته کړې چې حبيبي د ٢٠٢٢ کال د اګسټ په لسمه  په کابل کې ورک شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.