خبرونهنړۍ

ټرمپ د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند اعلان وکړ

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې دولسمه ورځ نن سهار د سه شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغه پيغام پل شو چې وويل د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند به د نن ورځې تر پای وشي.

هغه د تروت په نوم د ټولنيزې رسنۍ پر خپله پاڼه لیکلي: «اوسمهال په رسمي ډول اوربند شوی، مهرباني وکړئ مه يې ماتوئ.»

هغه تر دغې څو ساعته وړاندې ويلي وو چې ایران او اسرائیل دواړه ورته ورغلي چې ترمنځ يې روغه وکړي او زیاته کړې یې ده چې د دغې جګړې اصلي ګټونکی منځنی ختیځ او نړۍ ده.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې که يې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه کې يې مداخله نه وی کړی نو دا جګړه به کلونه روانه وه او ټينګار یې کړی چې دغې جګړې ته ۱۲ ورځنۍ جګړې نوم ورکړئ.