افغانستانځانګړي برخهراپورونه

چین په افغانستان کې؛ لږې مرستې، ډېر تبلغات

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په داسې حال کې چې چین په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړيکي لري او حتی د چین ولسمشر په دغه هېواد کې د طالبانو د سفیر اسدالله بلال کریمي اعتبارلیک په رسمي مراسمو کې ومنلو، د طالبانو د اوسني حکومت په تېره شاوخوا څلور کلنه دوره کې دغه هېواد له افغانستان سره تر ټولو کمې مالي او اقتصادي مرستې کړې دي.

د افغانستان د چارو څارونکي او شنونکي په دې باور دي چې د افغان وګړو د مالي ملاتړ او په دغه هېواد کې د بیارغونې په برخه کې د چین مرستې ناڅيزه دي. په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د بیجنګ مرستو ته تر نورو هېوادونو ډېره هیله درلوده او همدا اوس هم له چین څخه د کانونو استخراج، د سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي مرستو ته ډېره تمه او لېوالتیا لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي همدا تېره یکشنبه (د جون په ۲۲مه) د چین د جنوبي ایالت يون‌نن کې د چین او جنوبي اسیا فورم نړیوال نندارتون کې ګډون کړی و. په همدې تړاو د ارګ يوه اعلامیه کې راغلي چې چین د ملا عبدالسلام حنفي د سفر تود هر کلی کړی او حنفي هم په دغه هېواد کې له چینايي سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې دې پانګه اچونه وکړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «په دغو ناستو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې شریکې کړې، او دواړو خواوو د اقتصادي، سوداګریزو، روغتيايي ښوونیزو او اکاډمیکو همکاريو برخو پر براختیا ټینګار وکړ.»

سره له دې چې چین دغه هېواد کې څو ځلې نړیوالو نندارتونونو ته طالب چارواکي وربلللي دي، تر اوسه یې له افغانستان سره اقتصادي برخه کې د پام وړ مرستې نه دي کړي. خو د رسنيو او تبلغاتو له لارې یې خپلې ډېرې ناڅيزه مرستې لویې ښودلي دي.

شاوخوا شل ورځې وړاندې د طالبانو د روغتيا وزارت اعلان وکړ چې چین ورسره د انفلوانزا او مننژیټ ناروغیو ۶۰زره دوزه واکسین مرسته وکړه. د دغه وزارت مرستیال عبدالولي حقاني په يو خبري ناسته کې چې چینایي پلاوی هم موجود وو، د دغو مرستو هر کلی وکړ او د دوام غوښتنه یې وکړ.

شاوخوا میاشت وړاندې هم په کابل کې د چین سفير ژایو شینګ اعلان وکړ چې بیجنګ پرېکړه کړې چې بېرته هېواد ته ستنو شويو افغانانو ته به ۱۶۰ استوګنځايونه جوړوي. هغه دغه راز ويلي وو چې چین له دغو کډوالو سره ۳۰ ميليونه چینايي يوآن چې ۴ اعشاریه ۲ ميليون ډالر کېږي مرسته کوي.

له طالبانو سره د چین نږدې اړیکو ته په کتو د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې له دغه هېواد سره د امریکا مرستې د چین اوسنیو مرستو سره هېڅ د پرتلې وړ نه دي. هغه مهال واشنګټن له افغانستان سره هر کال میلیاردونه ډالر مرسته کوله او حتی د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو واک ته رسېدو وروسته هم ځينو مرستو دوام درلود.

اوس داسې ښکاري چې د بیجینګ لخوا له افغانستان سره د مرستو ډېروالی يو خیال دی.

چین له کلونو راهېسې د افغانستان کانونو ته سترګې پټې کړي دي. اټکل دی چې د افغانستان کانونه د ۳ ټریلیون ډالرو پورې ارزښت لري او دا چاره ددې سبب شوې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته د چینايي سوداګرو راتګ ډېر شوی دی. ګومان کېږي چې دا سوداګر به د دغو کانونو د بررسۍ او ارزونې په موخه افغانستان ته سفرونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره اوونۍ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د (آف چین) په نوم يو چینايي شرکت سره يې د ۲۵ کلونو لپاره د آموسیند د تېلو حوزې د استخراج قرارداد له منځه یوړ. طالبانو د دغه کار علت د یاد شرکت له لوري پرلپسې تېروتنې په ګوته کړي خو روښانه کړې يې نه ده چې دا تېروتنې کومې کومې دي. دا هوکړه لیک د چین یوه مهمه پروژه په ګوته کېده.

له دغې پرېکړې وروسته د افغانستان د نفتي او نورو کانونو څخه څارونکي او افغان وګړي اندېښمن شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې چینايي سوداګر د کانونو په لوټلو بوخت دي او طالبان هم د خپلو اقتصادي ستونزو له امله دغو سرغړونو ته بې ځوابه دي.

طالبانو تر اوسه هېڅ کورني او بهرني څارونکي بنسټ ته اجازه نه ده ورکړې چې د چینايي شرکتونو له لوري د کانونو د استخراج برخې څخه څارنه وکړي چې همدغې چارې د افغانستان د طبیعي زېرمو د لوټلو اندېښنه لا ډېره کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې تر ماتې وروسته د امریکا او ناټو له وتلو سره سم چین د طالبانو د حکومت هرکلی وکړ، ځکه د دغو دواړو ځواکونو په موجودیت کې په افغانستان کې د چین ګټې نه شوې تر لاسه کېدلی او د امریکا او ناټو د جګړه ییز ماموریت او موجودیت له پای ته رسېدو سره دا خنډونه د چین له مخې لرې شول. تر هغې وروسته بیجنګ هڅه کړې چې له طالبانو سره ښې اړیکې ولري چې د افغانستان له اړه یې ګټې زیانمنې نه شي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځلونه له افغانستان او په ځانګړي توګه د باګرام له هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو وتلو باندې نیوکه کړې او اندېښنه  يې څرګنده کړې چې اوسمهال دغه اډه د چین تر کنټرول لاندې ده.

همدغو ټولو دلایلو ته په کتو داسې ښکاري چې چین له طالبانو سره اړیکو ته ډېر لېواله نه دی خو طالبان اړ دي چې په نړۍ کې د امریکا د تحریمونو او منزوي کېدو له ډاره او د خپل رژيم د بقا لپاره له چین، روسیې، ایران او ځينو نورو ګاونډي هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې وساتي.