افغانستانځانګړي برخهراپورونه

 د دوحې څلورمې ناستې ته هم يوازې طالبان ورځي، د خلکو استازي نشته

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

ټاکل شوې د دوحې څلورمه ناسته د جون په ۲۹مه او ۳۰مه د قطر په پلازمېنه کې د طالبانو د استازو، د ملګرو ملتونو نړیوالو کاروپوهانو، د سیمې د هېوادونو استازو او د نړیوالو مالي بنسټونو په ګډون ترسره شي.دا چې یاده غونډه د قطر په کوربتوب او د ملګرو ملتونو په مشرۍ ترسره کېږي بیا هم د تېرو درېیو ناستو په څېر ورته افغان مېرمنې، مدني فعالان او د طالبانو مخالفین نه دي ورغوښتل شوي.

طالبانو چې وار لومړی اعلان کړی چې دغه غونډه کې به ګډون کوي، له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دغې غونډې اجنډا دې ورسره شریکه کړي. طالبانو تل په دا ډول غونډو کې د ښځو، مدني فعالانو او د طالبانو د مخالفینو له ګډون سره مخالفت کړی او ټينګار یې کړی چې په دا ډول غونډو کې د افغانستان استازيتوب بايد يوازې د افغانستان اوسنی حکومت وکړي.

د دوحې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳مه کال به می میاشت کې وشوه.ورپسې دویمه ناسته د ۲۰۲۴ کال په فیبرورۍ اودرېیمه د ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰هم ترسره شوه.په دغو ټولو ناستو کې د طالبانو د منتقدانو نشتوالی د مدني فعالانو، د بشري حقونو سازمانونو او د طالبانو د اپوزیسیون غبرګونونه له ځان سره درلودل.

د افغانستان د ازادۍ جبهې غبرګون

د دوحې د څلورمې ناستې د تیارۍ په درشل کې د افغانستان د ازادۍ جبهې چې د طالبانو وسله وال مخالفین دي، له دغه چلند سره مخالفت څرګند کړی او اعلامیه یې ورکړی چې طالبان د افغانستان د وګړو استازیتوب نه شي کولی.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو له لوري په دوحه کې جوړېدونکې غونډه د تېرو غونډو دوام دی او اندېښنې دا دي چې ملګري ملتونه به یو ځل بیا د افغانستان په موضوع کې د اصلي جریانونو نظر ته غوږ نه ږدي او يوازې به له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.»

د ازادۍ جبهې خبرداری ورکړی چې دا ډول کړنې په ۲۰۰۱ کال کې د بن د کنفرانس په څېر د تېروتنو تکرار دی چې پایله کې يې د طالبانو تېر رژيم ړنګ شو.ازادۍ جبهې ټينګار کړی چې دا ډول کړنې نه یوازې د افغانستان مسله پېچلې کوي بلکې نه پرېږدي چې افغانستان دایمي سوله او ټيکاو ولري.

د ازادۍ جبهه زیاتوي چې د دا ډول کړنو تکرار ښکاره کوي چې په بن کنفرانس کې يوازې د يو اړخ بې ارزښته کول هم د يوې نوې جکړې پيل کېدلی شي.

بلخوا له تېرو څلورو کلونو راهېسې د طالبانو په نظام کې یوازې پښتانه اکثریت دي چې ډېر واک تر کندهاره محدود شوی او تر ډېره په کې حنفي مذهب پرته بل مذهب ته هم اجازه او ونډه نه ده ورکړل شوې؛ خو په نمایشي توګه يې ځینې غیر پښتانه طالبان په څو نمایشي څوکيو کېنولي دي.

د طالبانو نظام نه يوازې ټاکنو ته ارزښت نه ورکوي بلکې په دغه هېواد کې يې د اکثره ډیموکراتیکو پروګرامونو او کړنو مخه هم نيولې ده.

د طالبانو رژيم د ملا هیبت الله له لوري اداره کېږي هغه رهبر چې تېرو څلورو کلونو کې يې یوازې یو انځور پر رسنيو خپرېږي او په ځینو ځانګړو مناسبتونو کې يې هغه ته اړوند غږ هم د طالبانو تبلغاتي دستګاوې نشروي.