
کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د سختې ګرمۍ څپه را روانه ده.
د دغه دفتر د اټکل له مخې؛ د راتلونکې جولاۍ میاشتې له لومړۍ تر درېیمې نېټې به په افغانستان کې د شدیدې ګرمۍ څپه خپره شي، چې له امله به یې انسانانو، څارویو او کرنیزو محصولاتو ته سخت زیان ورسوي.
یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د هېواد په ختیځو، شمالي او سویلي سیمو کې به تودوخه له عادي حالت څخه ۲ تر ۱۰ درجې لوړه شي او ښایي تر ۴۵ درجو هم واوړي.
دغه سازمان له خکو غوښتي، چې له احتیاطي تدابیرو کار واخلي.