افغانستانخبرونه

د طالبانو دفاع وزارت: څه باندې ۵ سوه عرادې پوځي وسایط مو ترمیم کړل

کابل ټیلیګراف – ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو دفاع وزارت وایي، په ۲۱۷ عمري قول اردو کې یې ۵۲۹ عرادې بېلا بېل پوځی وسایط او ۳۸ میله ډول، ډول وسلې یې ترمیم کړط.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په ترمیم شویو وسایطو کې ۵۰ زغروال هاموې ټانکونه، اته ضربتي ټانکونه، ۶۳ اِنټرنېشنل موټر، ۳۱۶ رنجر، ۶ فورکلفت او نور بېلا بېل غير زرهي وسايط شامل دی.

په ترمیم شویو وسلو کې يو میل SPG9، يو ميل ٨٢ توپ، يو ميل روسي دهشکه، ۴ ميله زيو ام۲۳، څلور میله ۲۴۹- (AKM)، ۱۲ميله کلاشنکوف، ١٦ میله (M16) او نورې ګڼې وسلې ترمیم او ګټی اخیستې ته چمتو شوي دي.