
کابل ټیلیګراف – ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په غزه د اسرائیلو د نن ورځې بریدونو کې اتیا فلسطیني وګړي وژل شوي او ۴ سوو په شاوخوا کې نور ټپیان شوي دي.
د الجزیزې ټلویزیون ویلي، دغه کسان د غزې په بېلا بېلو سیمو کې د اسرائیلو په هوایي او ځمکنيو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال اکټوبر کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۵۶زره او ۱۵۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۳۲ زره او ۲۳۹ نور ټپیان شوي.
ویل کیږي چې دغه جګړه کې د اسراییل له لوري شاوخوا یو زر او ۱۳۹ کسان هم وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور غزه کې له حماس سره بندیان دي.