افغانستانخبرونه

د ناوړه دودونو مخنیوي هڅې؛ لوګر په همدې موخه مشاعره جوړه شوې

کابل ټیلیګراف – ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

په لوګر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې یې په لومړي ځل د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه تیره شپه مشاعره جوړه کړې وه.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دغه مشاعره کې چې ګڼ شمېر د شعر مینوالو او شاعرانو ګډون کړی وو، په کې شاعرانو د قوم پرستۍ، توپيري چلند، فساد او ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه شعرونه ووې.

په دغه مشاعره کې ځینې شاعرانو د طالبانو څخه وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته په ښه ډول رسیدګي وکړي، دغه راز یې د دوی د نظام څخه ملاتړ هم وکړ. تیره میاشت په لوګر کې د شاعرانو څخه د ملاتړ په نوم ورته شپنۍ مشاعره جوړه شوې وه.