خبرونهلوبېنړۍ

رونالډو د النصر کلب سره نور دوه کلن تړون لاسلیک کړ

کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پرتګال ستوری فوټبالر کریستیانو رونالډو د سعودي عربستان النصر کلب سره د دوو نورو کلونو لپاره تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې تر ۲۰۲۷ کال پورې د دې کلب غړی وي.

د النصر کلب ادارې ویلي چې د رونالډو سره یې تړون په رسمي توګه اوږد کړی دی.

رونالډو ویلي: «د نوي فصل پیل د هماغه جذبې او خوب سره شوی، راځئ چې یوځای تاریخ ولیکو.»

تر دې وړاندې اټکل کېدو، چې رونالډو به له النصر کلب سره خپل تړون بیا تمدید نه کړي.