
کابل ټیلیګراف – ۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۶ زره صنعتي کارخونې په رسمي بڼه فعالیت لري.
د اقتصادي معاونیت په وینا، د دې کارخونو له امله افغانستان اوس په ۱۳۰ برخو کې بشپړ او په ۱۰۰ برخو کې نیمه ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
همدارنګه اقتصادي معاونیت زیاتوي، دا کارخونې چې ۵۷۰ ډول مواد تولیدوي، شاوخوا ۱۳۵ زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.