
کابل ټیلیګراف – ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو او ایران تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایران هلته په مېشتو افغان کډوالو زور زیاتی او په زوره له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو ویستل پيل کړل چې تر اوسه ۱۱۴ زره افغانان په زوره ويستل شوي دي.
د اسرائیلو او ایران ترمنځ د اوربند په لومړۍ ورځ ۱۸زره افغانان په زوره له ایران څخه را ویستل شوي دي.
د دغو کډوالو راتګ اکثریت د هرات په اسلام قلعه بندر باندې دی چې هره ورځ زرګونه کسان راځي او هلته تر ثبت او راجسټر وروسته د لومړنيو مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ستنېږي.
په سیمه کې د ګرمۍ ډېروالی، د خلکو د ګڼې ګوڼې ډېروالی او د مامورینو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.