افغانستانخبرونه

نوې ټاکنې؛ د طالبانو مشر د مخابراتو او ښار جوړونې وزیران تغیر او تبدیل کړل

کابل ټیلیګراف – ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده په يو نوي فرمان کې د تر خپل حاکمیت لاندې رژيم کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د ښار جوړونې وزیران تغیر او تبديل کړل.

د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس لاندې ټاکنې وشوې: ۱ـ د ښار او کور جوړونې پخوانی وزیر مولوي حمدالله نعماني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر مولوي نجیب الله حقاني د ښارجوړونې د وزیرپه توګه وټاکل شول.»

د طالبانو پر نظام نيوکې دا دي چې ټولو مسلکي او غیر مسلکي وزارتونو ته يې يوازې ملایان ټاکلي او تغیرات هم همدا کسان له يوه وزارت بل او له بل څخه بل ته تغیر او تبدیل کېږي.