افغانستانخبرونه

کابل ته د مالیزیا د ځانګړي استازي راتګ؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پرختيا ټينګار شوی

کابل ټیلیګراف – ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د مالیزیا د لومړي وزیر د ځانګړي استازي په مشرۍ يو پلاوي سفر کړی او دلته يې د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په يوه خپره کړې اعلامیه کې وويل چې په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر په دغه ناسته کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ شته دیپلو ماتیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړېکې د لا پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې يې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت او همکاریو مننه وکړه.

مولوي امير خان متقي وويل: «له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له گاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره مثبت تعاملات لري او زياته يې کړه چې افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.»

د مالیزیا د هیئت غړو د مالیزیا او افغانستان تر منځ د اړیکو په پراختیا ټینگار وکړ او د افغانستان وضعیت يې مخ په وده تعبیر کړ.

د مالیزیا پلاوي مشر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي داتو احمد اعظم وويل چې د لومړي وزیر انورابراهیم په ځانگړي هدایت يې د افغانستان دا سفر تنظیم کړی دی او هیله يې څرگنده کړه چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه مساعده شي.