خبرونهنړۍ

د هند په یوې کیمیاوي فابریکه کې د چاودنې له امله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د هندوستان د تلنګاني ایالت د سنګاریدې سیمې په صنعتي کیمیاوي فابریکې کې د چاونې له امله لس تنه وژل شوي دي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د چاودنې وروسته په فابریکه کې اور هم بل شوی چې د کنټرول لپاره یې ژغورنې عملیات روان دي.

په دې پېښه کې د ۲۶ ټپیانو څخه یې د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی.