
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوال پي او ار (POR) یا د راجسټر د تثبیت کارټونه لري چې برخلیک یې تر اوسه څرګند نه دی.
راپور زیاته کړې چې د دغه کارټ لرونکو د ضرب الاجل موده هم نن (دوشنبه) پایته رسیږي.
تر دې مخکې داسې راپورونه وو چې پاکستان حکومت اراده لري چې د پي او ار کارټ لرونکو د پاتې کېدو موده له درې تر شپږو میاشتو پورې وغځوي.