خبرونهنړۍ

د پاکستان یوې محکمې د ټرمپ پر ضد د مقدمې د ثبت غوښتنه کړې او هغه یې تورن کس بللی

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د کراچۍ اضافي سیشن عدالت د نړیوالو قوانینو او جنیوا کنوانسیونونو د سرغړونې او د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید له امله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د مقدمې د ثبت په اړه د صلاحیت او حدودو په اړه دلایل غوښتي دي.

د کراچي ښاري محکمې په قایم اضافي سیشن عدالت کې د نړیوالو قوانینو او جنیوا کنوانسیونونو د سرغړونې او د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ضد د مقدمې د ثبت غوښتنه شوې ده.

دا غوښتنه د وکیل جمشید علي خواجه لخوا شوې، چې په کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تورن په توګه نومول شوی دی.

غوښتونکي په خپل دریځ کې ویلي چې د دوامداره جنایي فعالیتونو، نړیوالو قوانینو او جنیوا کنوانسیونونو د سرغړونو له امله یې د ټرمپ پر ضد شکایت کړی.

هغه زیاته کړې، د کراچي پولیسو مختلفو لوړپوړو چارواکو ته یې شکایتي غوښتنې ورکړې خو نه یې ایف ای ار ثبت کړې او نه یې بیان ثبت کړی.

په غوښتنه کې ویل شوي چې د ټرمپ لخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید کولو سره نړیوال امن ته خطر پېښ شوی او په میلیونونو مسلمانانو او زرګونو وکیلانو ته جسمي، ذهني او مالي زیان رسیدلی، پولیسو ته باید د سیکشن ۱۵۴ سی ار پي سي لاندې بیان ثبت کړي او د مقدمې د ثبت امر وکړي.