
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د خوست ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په ځاځیو ولسوالۍ کې یو ځوان د رواني فشار او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۹ ځوانانو په کابل، ننګرهار، خوست او کندهار ولايتونو کې ځان وژنې کړې دي.
تېره ورځ د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې يو ۳۳ کلن ځوان، عبدالله نومي، هم د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې وه.
اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه د ځان وژنې اصلي لاملونه بلل شوي دي.