افغانستانخبرونه

ملګرو ملتونو يو ځل بيا په افغانستان کې د سختې ګرمۍ د څپې خبرداری ورکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وړاندوينه کړې چې تر راتلوونکې شنبې، د سرطان تر ۱۴مې نېټې پورې به په افغانستان کې د سختې ګرمۍ احتمال زيات شي.

دې سازمان وړاندیز کړی چې وګړي دې کافي اوبه وڅښي او په خلاصو سيمو کې دې کرنيز او ساختماني فعاليتونه محدود کړي.
دې سازمان د سې شنبې په ورځ، په اېکس ټولنيزې شبکې کې په یوه يادښت کې يو ځل بيا د افغانستان وګړو ته وړاندیز کړی چې د دې ګرمۍ په موده کې د سپین ږیرو، ناروغانو، امیندوارو ښځو او ماشومانو ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له خلکو غوښتي چې څاروي په سيوري لرونکو سرپناه ځایونو کې وساتي او د کافي اوبو د لاسرسي زمینه ورته برابره کړي.
له دې وړاندې دې سازمان خبرداری ورکړی و چې د هېواد په سويلي، ختيځو او شمالي سيمو کې د تودوخې د زياتوالي احتمال تر ۴۵ درجو سانتي ګراد پورې شته.

يوناما هم اعلان کړی و چې اقليمي بدلونونو په سويلي او مرکزي اسيا کې د ګرمۍ څپې شديدې کړې دي.