
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د مصر د بهرنيو چارو وزیر بدر عبدالعاطي نن د سه شنبې په ورځ د قطر د له لومړي وزیر او د بهرنيو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په سیمه او منځني ختيځ کې د وروستيو پېښو او په ځانګړي توګه په غزه کې د اوربند د هڅو په تړاو خبرې کړې دي.
د مصر د بهرني چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو غاړو په دغه ټلیفوني اړیکه کې په غزې تړانګه کې د مصر، قطر او امریکا متحده ایالتو د ګډو هڅو، د فلسطينیانو د وژلو د مخنيوي، د اسیرانو خلاصون او غزې ته په بېړني ډول د بشري مرستو لېږد ته د زمینې برابرولو باندې خبرې وکړې.
د مصر د بهرنيو چارو وزیر دغه راز د دغه هېواد په کوربتوب او د ملګرو ملتونو او د فلسطین د خپلواک دولت په همکارۍ باندې غزه کې د اوربند او ستونزو د حل په تړاو د جوړېدونکي کنفرانس په تړاو هم له نوموړي سره معلومات شریک کړي دي.
دوړاړو غاړو دغه راز د ایران او اسرائیلو د وروستۍ جګړې او تر جګړې وروسته وضعیت په تړاو هم خبرې کړې دي.