
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په پنجشېر کې د طالبانو ولايتي ادارې له لوري د شاوخوا ۵۰۰زره ډالرو په لګښت نږدې ۴زره قېراطه زمرودو لېلام کړل.
نورستان کې د طالبانو د والي وياند سیف الدین لټون پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې نن د والي حافظ محمد اغا حکیم په شتون کې د پنجشېر له کانونو راویستل شوي ۳زره او ۹۷۸ قیراطه زمرود خرڅلاو ته وړاندې شول.
دی وايي، دغه زمرود کاڼي په ۵۲۴زره او ۳۵۰ ډالرو وپلورل شول.
هغه وايي، په دغه غونډه کې د پنجشېر والي ډاډ ورکړ چې د کانونو د خپلسرې کېندنې مخه یې نيولې او هڅې رواني دي چې کان کېدنه لا معیاري شي.