افغانستانلوبې

د افغانستان کرکټ بورډ د APL سیالیو د پيل قرارداد لاسلیک کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان کرکټ بورډ د  APLشل اوریز غوره لیګ د لسم پړاو سیالیو د پيل هوکړه لیک له یو هندي شرکت سره لاسلیک کړ.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر وايي، یاد قرارداد په متحده عربي اماراتو کې د ITW UNIVERSE په نوم له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شو چې مرکزي دفتر یې په هند او د نړۍ په ۷ هیوادونو کې څانګې لري چې د پانګوونې، پروډکشن، برانډېنګ، مالي ملاتړ او د بازارموندنې په ډګرونو کې فعالیتونه ترسره کوي.

دغه شرکت له دې وړاندې د کرکټ له نړیوالې شورا، کرکټ اسیایي شورا او د بشپړ غړیتوب لرونکو له یو شمېر نورو بورډونو سره هم په بېلابېلو ډګرونو کې ښکیل  پاتې شوی او د سترو سیالیو، ایونټونو او پروګرامونو د مدیریت په برخه کې تر یوې لسیزې ډیره مخینه لري.

باید وویل شي چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د دویم پړاو سیالیو د ترسره کېدو د نیټې، ځای او نورو اړوندو پرېکړو په پار به له یاد شرکت سره په ګډه د رهبري شورا رامنځته کېږي او د لیګ په تړاو به اړینې پریکړې کوي.