
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی، چې سبا چهارشنبه د سرطان په ۱۱مه به ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د دوطلبۍ له لارې په بازار کې لیلام کړي.
دې بانک له بانکونو، وړ صرافي شرکتونو او پولي خدمتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک د ډالرو لیلام د افغانیو ثبات او ارزښت ساتل په ګوته کړی.
له تیرو څو میاشتو راهیسې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په ښه ډول ساتل شوی دی.