افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: په ټول افغانستان کې شديده وچکالي پراخېږي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، د دوی معلومات ښيي چې په شمالي، شمال لويديځ او شمال ختيځ افغانستان کې شديده وچکالي پراخېږي.

دې سازمان نن  په خپلې اېکس پاڼې ليکلي چې د باراني کښتونو له منځه تللي او د څارويو تلفات په زياتېدو دي.

دغه ادارې ويلي چې زيانمنې ټولنې سمدستي نغدو او د څارويو د ملاتړ مرستې ته اړتيا لري.

افغانستان له څو کلونو راهيسې وچکالي تجربه کوي او دا کړکېچ د فقر او لوږې لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ادارو په وينا، په افغانستان کې ۱۴.۸ ميليونه خلک د خوراکي ناامنۍ په بحراني يا اضطراري حالت کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې بهرنۍ مرستې افغانستان ته په پراخه کچه کمې شوې او ګاونډي هېوادونه هم د افغانستان کډوال ستنوي.