خبرونهسیمهنړۍ

خیبر پښتونخوا کې د چاودنې امله پنځه پاکستاني پوځيان ووژل شول

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پوځيانو په موټر باندې د موټرسایکل بم چاودنې له امله پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۲ نور کسان چې ملکي وګړي هم په کې شامل دي ټپيان شوي دي.

د باجوړ ولسوالۍ د پولیسو مشر وقاص رفیق رسنيو ته ويلي چې چاودنه د ځايي پوځیانو په یو مشر فیصل اسماعیل په موټر شوې ده.

هغه زیاته کړه، فیصل اسماعیل هم په وژل شويو کسانو کې دی.

د داعش خراسان وسله والې ډلې د دغه موټرسایکل بم برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.