افغانستانخبرونهځانګړي برخه
ملا برادر په اذربایجان کې د دغه هېواد له لومړي وزیر سره ولیدل

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اذربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل.
د طالبانو ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر وايي چې ملا برادر پرون د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی او پرون يې دا لیدنه ترسره کړې ده.
د دغې لیدنې پرمهال چې په باکو ښار کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.