افغانستانخبرونه

طالبانو د محمودشاه حبیبي د نیولو ادعا رد کړه

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د محمودشاه حبیبي، چې دوه تابعیته دی، د دوی د استخباراتو لخوا د نیولو ادعا رد کړه.

مجاهد د پنجشنبې په ورځ (۱۲ سرطان) په یوه اعلامیه کې وویل، د حبیبي د کورنۍ د عریضې پر بنسټ، د طالبانو ټول اړونده ارګانونه تعقیب شوي، خو  هیڅ نښه نه ده موندل شوې چې حبیبي د طالبانو د کوم ارګان لخوا نیول شوی وي.
د افغانستان د هوايي چلند پخوانی رئیس، محمودشاه حبیبي، چې د امریکا تابعیت هم لري، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه په کابل کې ورک شو.

د هغه کورنۍ وايي، هغه د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوی دی.
خو مجاهد دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې استخباراتو په ګډون د طالبانو ټول ارګانونه، د هبت‌الله آخوندزاده لخوا د منظورو شویو قوانینو له مخې، د بندیانو د حقونو رعایتولو ته ژمن او مکلف دي چې نیول شوي کسان په ټاکلي وخت کې قضایي ارګانونو ته وسپاري.
هغه ادعا کړې چې طالبانو ته اړتیا نشته چې شکمن کسان ونیسي او پټ یې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعام پروګرام له لارې د حبیبي د موندلو، بېرته راګرځولو او ځای په ډاګه کولو لپاره ۵ میلیونه ډالره انعام ټاکلی دی.