افغانستانخبرونه

روسیې لخوا د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شو

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د روسیې هېواد له لوری د دوی حکومت په رسمیت وپېژندل شو.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف نن د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي او د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه یې د خپل حکومت پرېکړه ورسره شریکه کړې ده.

متقي په دغه ناسته کې دا یوه تاریخی شېبه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د برمته لباره مهم ګام یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په روسیه کې د طالبانو نوي سفیر هم خپله دنده پیل کړه.

روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبان حکومت یې په رسمیت ومانه.