
کابل ټیلیګراف – ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین روغتیایي سرچینې وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې لږ تر لږه ۹۲ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا کسان د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې وژل شوي دي.
له دې وژل شویو څخه ۴۲ هغه کسان دي چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په تمه وو.
د دې ۹۲ وژل شویو کسانو په شمېر سره، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې څخه تر اوسه په غزه کې د شهيدانو شمېر ۵۷,۱۳۰ او د ټپیانو شمېر ۱۳۵,۱۷۳ ته رسېدلی دی.