خبرونهنړۍ

په غزه کې یو اسرائیلي سرتیری وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلو پوځ په شمالي غزه کې د یوه پوځي په وژل کېدو اعتراف وکړ او زیاته کړې، دغه پوځي یې د فلسطین د مقاومت ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی.

د یاد پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، وژل شوی پوځي یائیر الیاهو نومیږي او د پوځ د انجینرۍ برخې سرتیری و، چې د فلسطین د اسلامي مقاومت د مبارزینو سره غزه کې د جګړې پر مهال ووژل شو.

خبري سرچینو د روانې اوونۍ چهارشنبې په ورځ  د یوه بل اسرائیلي پوځي د وژل کېدو خبر ورکړی و، چې د «ایګور» یگان غړی و او د یوه ټانک په چاودنه او د مقاومت په یوه ترکیبي عملیاتو کې وژل شوی و. 

د اسرائیلو ورځپاڼې یدیعوت آحارنوت په وینا، په دې میاشت کې ۲۰ اسرائیلي افسران او پوځیان وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۱۵ یې د جون په ۲۴مه د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې د جګړو پر مهال وژل شوي دي.