افغانستانخبرونه

د غزې د اوربند په اړه به د حماس ځواب په ۲۴ ساعتونو کې تر لاسه شي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، د غزې د اوربند په اړه د حماس ځواب به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې راشي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، قطر او متحده ایالاتو د غزې د اوربند نوې وړاندیزونه حماس ته وړاندې کړي، او حماس د دې وړاندیزونو په اړه له نورو مقاومتي ډلو سره مشورې کوي او احتمالاً په راتلونکو دوو ورځو کې ځواب ورکړي.
د ترکي خبري اژانس په وینا، حماس د دې نوو وړاندیزونو د منلو په اړه فکر کوي.
د جمعې په ورځ رسنیو سره په خبرو کې، ټرمپ وویل، احتمالاً د غزې د اوربند په اړه د حماس ځواب به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې راشي.