خبرونهنړۍ

په سعودي عربستان کې د امریکا دفاعي سیستم ‘تھاډ’ فعال شو

کابل ټیلیګراف – ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په سعودي عربستان کې د امریکا دفاعي سیستم ‘ټرمینل هائي اېلټیټیوډ ایریا ډیفنس’ (THAAD) فعال شو.
د عربي رسنیو په وینا، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سینټ کام) مشر جنرل ایرک کوریلا وویل، په سعودي عربستان کې د ‘تھاڈ’ دفاعي سیستم لومړۍ بیټرۍ کار پیل کړ.
د راپور له مخې، جنرل کوریلا د دې سیستم د فعالېدو په مناسبت سعودي پوځي چارواکو او نورو استازو ته مبارکي ورکړه.
د تھاډ دفاعي سیستم څه دی؟
د بریتانوي خپرونې په وینا، تھاډ دفاعي سیستم د لنډ او منځني واټن هدف ویشتونکو توغندیو د راپرځولو وړتیا لري.

د دې سیستم واټن ۲۰۰ کیلو متره دی او تر ۱۵۰ کیلو متره لوړوالي پورې کار کوي.