
کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې*؛ د جمعې په سهار د پاکستان د کراچي د لیاري په بغدادي سیمه کې یوه ۵ پوړیزه ودانۍ نړېدلې، چې په پایله کې یې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوه.
په دې پېښه کې تر اوسه ۱۴ کسان، چې ۳ یې ښځې او یو ماشوم دی، وژل شوي او ۹ کسان ټپیان دي.
اټکل کېږي چې د ودانۍ د کنډوالو لاندې شاوخوا ۳۰ کسان بند پاتې وي.
د ژغورنې چارواکو ویلي، چې د ودانۍ د نړېدو خبر ترلاسه کولو سره سم یې ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
دوی وايي، د کنډوالو لاندې نور کسان هم بند دي او د هغوی د ژغورلو لپاره عملیات روان دي.
د ژغورنې چارواکو په وینا، په دې ودانۍ کې ۶ کورنۍ اوسېدلې.
د نړېدلې ودانۍ ترڅنګ دوه نورې ۲ او ۷ پوړیزې ودانۍ هم تخلیه شوې دي.
د نړېدلې ودانۍ په هر پوړ کې ۳ برخې جوړې شوې وې.