
کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په غزه کې د مقاومت ځواکونو سره په نښته کې درې اسرائیلي عسکر ووژل شول.
اسرائیلي سرچینو تایید کړه چې د جمعې په ورځ یې د فلسطیني مقاومت ځواکونو له خوا په غزه کې درې اسرائیلي عسکر ووژل شول.
د فلسطیني مبارزینو د جمعې په ورځ د یوه ټانک ضد توغندي په ویشتلو سره د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې د اسرائیلو یو موټر په نښه کړ، چې په پایله کې یې د دوی دوه عسکر ووژل شول.
تر دې مخکې د جمعې په سهار په شمالي غزې کې د فلسطیني مقاومت ځواکونو لخوا د یوه بل اسرائیلي عسکر د وژلو خبر ورکړل شوی و.