
کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین مقاومتي سازمان حماس د قطر او متحده ایالاتو له خوا د غزې د اوربند او د یرغمال شوو کسانو د تبادلې په اړه نوي وړاندیز شوي تړون په اړه مثبت ځواب ورکړی دی.
د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، حماس په خپل بیان کې ویلي: «موږ د اوربند په اړه د نوو وړاندیزونو په اړه مشورې بشپړې کړې دي.»
په بیان کې زیاته شوې: «موږ خپل مثبت ځواب منلثالثانو (قطر او مصر) ته رسولی دی.»
حماس ټینګار کړی چې دوی د دې اوربند پلان د عملي کولو لپاره د خبرو اترو نوي پړاو ته په جدي توګه د ننوتلو لپاره چمتو دي.
د اسرائیلي رسنیو په وینا، اسرائیل لا دمخه د قطر او متحده ایالاتو د اوربند وړاندیزونه منلي دي، او که حماس موافقه وکړي، نو اسرائیلي پلاوی به سمدستي دوحې ته د خبرو اترو لپاره سفر وکړي.
د اسرائیلي رسنیو په وینا، متحده ایالات غواړي راتلونکې اوونۍ د نتانیاهو د واشنګټن د سفر پر مهال د اوربند اعلان وشي، او ټرمپ به په شخصي توګه حماس ته د دې ضمانت ورکړي او اعلان به یې هم وکړي.
ټرمپ ادعا کړې وه چې اسرائیل د غزې لپاره د ۶۰ ورځني اوربند شرایطو سره موافقه کړې ده.
د ټرمپ په وینا، د ۶۰ ورځو په موده کې به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټولو اړخونو سره کار وشي، او قطر او مصر به وروستي وړاندیزونه وړاندې کړي.
د غزې اوربند به کوم پړاوونه ولري؟
د اسرائیلي رسنیو په وینا، د اوربند وړاندیز به د ۱۰ ژوندي اسرائیلي یرغمالو خوشې کول او د ۱۸ اسرائیلي مړو د ۳ پړاوونو په ترڅ کې واپسي شاملوي.
د راپور له مخې، د اسرائیل په بند کې د فلسطینیانو خوشې کول به د پخواني تړون په څېر وي، او حماس به د اسرائیلي زندانونو کې د بندي فلسطینیانو نومونه وړاندې کړي.
د اسرائیلي رسنیو په وینا، د هغو بنديانو نومونه به هم ورکړل شي چې اسرائیل تر اوسه د خوشې کولو مخالفت کړی، او دا غوښتنه به د اسرائیل لپاره د منلو وړ نه وي.
راپور وايي، اسرائیل به غوښتنه وکړي چې په غزه کې د امریکايي شرکت له لارې د مرستو اوسني میکانیزم دوام وکړي، خو حماس غواړي د ملګرو ملتونو له لارې د مرستو د وېش میکانیزم بیا فعال شي.
حماس به دا هم غوښتنه وکړي چې هره ورځ له ۴۰۰ تر ۶۰۰ د مرستو ټرکونه غزې ته ننوځي.