
کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) د ۱۷مې غونډې په وینا کې وړاندیز وکړ چې د دې سازمان راتلونکې غونډه دې په کابل کې جوړه شي.
برادر وویل، طالبان د ۱۸مې غونډې د کوربتوب لپاره پوره چمتووالی لري.
هغه له غړو هېوادونو وغوښتل چې د «افغانستان سیاسي واقعیت» درک کړي او د روسيې په څېر دې، د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.
برادر د اکو له غړو هېوادونو وغوښتل چې په سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ترانسپورت، کرنې، چاپېریال ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه کې له دوی سره همکاري وکړي.
هغه وویل: «د اکو غړو هېوادونو اقتصاد هغه مهال مطلوبې ودې ته رسېږي، کله چې افغانستان هم د دې معادلې فعال او متحرکه برخه وي.»
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د غونډې په څنډه کې د قزاقستان له لومړي وزیر سره هم ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.
هغه قزاقستان د «سیمې یو مهم او د باور وړ شریک» وباله.
د طالبانو په وینا، د قزاقستان لومړي وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی به د ۵۰۰ میلیون ډالرو په پانګونه د تورغندي-هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه پیل کړي او د افغانستان د میوو صادراتو زیاتولو او د کانونو په برخه کې پانګونې ته چمتو دي.
ایران، پاکستان، ترکیه، افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان، تاجیکستان او ترکمنستان د اکو سازمان غړي هېوادونه دي.