خبرونهنړۍ

ټرمپ او زلنسکي د وسلو همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې وکړې

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي اعلان وکړ چې له متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره یې د هوايي دفاعي سیستمونو په اړه خبرې کړې دي.

هغه وویل، دواړه خواوې موافقه کړې چې اوکراین او متحده ایالات به د کیف د «اسمان دفاع» د پیاوړتیا لپاره، د روسيې د پراخېدونکو بریدونو په وړاندې، یوځای کار وکړي. 

زلنسکي د جمعې په ورځ (د ۱۴۰۴ کال د سرطان ۱۳مه) په ټیلیګرام کې ولیکل، په دې تلیفوني خبرو کې یې د دفاعي تولید او دوه اړخیزو پانګونو په اړه هم بحث کړی دی. 

د واشنګټن له خوا د اوکراین لپاره د ځینو وسلو د لېږد بندولو پرېکړې د کیف له خوا د خبرداریو سره مل وه، او اوکرایني چارواکو ویلي، دا اقدام د اوکراین دفاعي وړتیا د روسيې د هوايي بریدونو او ساحوي پرمختګونو پر وړاندې کمزورې کوي.