افغانستانخبرونه

د اکو د غونډې په انځور کې د ملا عبدالغني برادر او یوې ښځې ترمنځ واټن پوښتنې راپورته کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) د غړو هېوادونو مشران د اذربایجان په خنکندي ښار کې د دې سازمان په ۱۷مه غونډه کې راټول شول.

په دې غونډه کې د رسمي انځورونو په یوه انځور کې، د طالبانو د د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوې ښځې څخه په څرګند واټن سره لیدل کېږي، چې یوازینۍ ښځه په دې انځور کې وه. 

ملا عبدالغني برادر د دې غونډې لپاره خنکندي ته تللی و او د غونډې په څنډه کې یې د اذربایجان د لومړي وزیر او د ازبکستان د ولسمشر په ګډون د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره وکتل. 

د اکو په رسمي ویبسایټ کې خپرو شوو انځورونو کې لیدل کېږي چې دا طالب چارواکی د یوازینۍ ښځې څخه په واټن سره ولاړ دی.

که څه هم د طالبانو د نړیوال رسمیت نه لرلو له امله د برادر ځای د ډلې په پای کې ټاکل شوی و، خو د هغه او دې ښځې ترمنځ واټن، د افغانستان د ښځو د وضعیت په پام کې نیولو سره، کنایي او سمبولیک مفهوم لري. 

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې بیا واک ته رسېدلي، د ښځو په بېلابېلو برخو، په ځانګړي توګه په حکومتدارۍ او رسمي فعالیتونو کې ونډه محدوده کړې او د نجونو پر زده‌کړو یې بندیز لګولی دی. 

د اکو ۱۷مه غونډه د اذربایجان په کوربتوب ترسره شوه، او د غړو هېوادونو مشرانو او لوړپوړو استازو د اقتصادي همکاریو، د ترانسپورت پروژو او سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.