افغانستانخبرونه

پاکستان غواړي د افغان کډوالو د پي‌اوآر کارتونو موده وغځوي

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان حکومت وایي، د افغانانو د پي او ار کارتونو د مودې غځېدو موضوع تر غور لاندې ده او اړوندو ادارو ته یې خبرداری ورکړی چې په دې اړه تر وروستۍ پرېکړې د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو پر وړاندې کوم اقدام ونه کړي.

پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه افغانان پي او ار کارتونه لري چې د تېرې جون میاشتې په ۳۰ مه یې موده پایته رسېدلې ده.