افغانستانخبرونه

خلیلزاد: پاکستان کې د کوکنارو کرکېله زیاته شوې او ښایي ستونزې رامنځته کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، پاکستان کې د کوکنارو کرکېله زیاته شوې او ښایي دا زیاتوالی له ترهګرۍ، سخت دریځۍ او د دولت له واکه د وتلو سیمو له پراختیا سره تړاو ولري.

هغه زیاته کړې چې د دغو ستونزو د حل لپاره باید د کوکنارو د کرکیلې مسلې ته رسېدنه وشي کنه نو په خبره یې، دغه مسلې به یو بل پیاوړې کړي چې سترې ستونزې ته به لار هواره کړي.