خبرونهنړۍ

په امریکا کې د اورښتونو او سیلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۴۸ تنو ته ورسېد

کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د ټیکساس ایالت په مرکزي سیمو کې سخت بارانونه او تر ټولو ناوړه سېلابي وضعیت رامنځته شوی، چې په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی.

د خبري اژانسونو په وینا، په وژل شویو کسانو کې ۱۵ ماشومان هم شامل دي، په داسې حال کې چې څو نجونې لا هم لادرکه دي.

د سېلاب له امله په بېلابېلو سیمو کې څو فوټه اوبه راټولې شوې، کورونه او موټرونه په اوبو کې ډوب شوي، او د ونو د پرېوتو له امله لارې بندې شوې دي.

د امریکايي رسنیو په وینا، چارواکو ویلي چې په ۹۰ دقیقو کې د ۲۰ تر ۲۶ فوټو اوبو راټولېدو له امله زیانونه رامنځته شوي دي.

د امریکايي رسنیو په حواله، له متاثره سیمو څخه د چورلکو په مرسته ۸۵۰ کسان ژغورل شوي دي.

له بلې خوا، چارواکو د نورو بارانونو او په پایله کې یې په سیندونو کې د سېلابونو وړاندوینه کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت د اقلیمي بدلونونو یوه نښه ده.

د ایالت والي ګریګ ایبټ د بیړني حالت اعلان څو نورو سیمو ته پراخ کړی او د ولسمشر ټرمپ څخه یې د نورې فدرالي مرستې غوښتنه کړې ده.