
کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د امر باالمعروف وزارت وایي، په تیره یوه اونۍ کې د هېواد په کچه د ښځو اړوند ۲۷ بېلا بېلې د شرعي حقونو قضیې حل کړي دي.
دغه وزارت وایي، په دغه قضیو کې تر ټولو زیاتې ۱۲ د ښځو د زور زیاتي، ۷ د ښځو د میراث، ۴ د جبري نکاح او د مهر نه ورکړې نور ې څلور قضیې حل کول شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې خپله طالبانو په ښځو د کار او زده کړو محدیدتونه لګولي.