
کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
را پورونو له مخې؛ له اوږده ځنډ وروسته برطانیې له شام سره سفارتي اړیکې بیا پیل کړې.
په همدې موخه د برطانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لیمي دمشق ته سفر وکړ او د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع او د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني سره یې لیده کاته وکړل.
دا د تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د یوه برطانوي وزیر لومړی رسمي سفر و.
د برطانیې د بهرنیو چارو وزیر په خپل بیان کې وویل، له یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې د کورنۍ جګړې وروسته اوس د شام خلکو لپاره نوې هیلې پیدا شوې دي، او برطانیه د دې نوې حکومت ملاتړ کوي ترڅو شام یو باثباته، خوندي او سوکاله دولت په توګه بیا ودریږي. هغه زیاته کړه چې د سفارتي اړیکو پرانیسته د برطانیې په ګټه ده.