خبرونهنړۍ

ایلن ماسک د امریکا ګوند د جوړولو اعلان وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ډونالډ ټرمپ نږدې ملګري او نړیوال میلیاردر ایلن ماسک په دغه هېواد کې د امریکا ګوند د جوړولو اعلان وکړ.

ایلن ماسک پخپل ایکس پاڼه کې د امریکا خلکو ته د پيغام په شکل لیکلي: «تاسو یوه نوې سیاسي ډله غواړئ، او دا به تاسو ولرئ.»
هغه زیاته کړې، کله چې د هېواد د دیوالي کولو خبره راځي، نو دا پدې مانا ده چې موږ په دیموکراسۍ کې نه، بلکې په یوه ګوندي نظام کې ژوند کوو.

هغه په خپل پوسټ کې د نوې ډلې د جوړولو اعلان کړ او ویې ویل: «نن ورځ د ‘امریکا ګوند’ ستاسو د ازادۍ د بېرته راوستلو لپاره جوړه شوه.»

د یادونې وړده، چې ایلن ماسک د  ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزې کمپاین په مشرانو کې و، او د ټرمپ د ولسمشر کېدو وروسته د دولتي فعالیتونو د څانګې (DOGE) مشر وټاکل شو.

هغه له سختو نیوکو وروسته له یادې دندې استعفا ورکړه او د امریکا د ولسمشر سره یې اړیکې هم خرابې شوې.