
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وايي، په کاپیسا ولایت کې یې شپږ ښځې او ۷ نارینه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تیښتې» په جرم په عام محضر کې په سزا رسولي.
دغه کسان ۳۹ـ۳۹ دُرې وهل شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یادو کسانو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د هرات ولایت له سرچینو څخه خبر ترلاسه شوی چې د طالبانو د استیناف محکمې په علني غونډه کې یوه ښځه وژل شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې شوې، او دا ښځه د هرات د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالرحمن مرادي په وژنه تورنه وه.
سرچینو زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دا ښځه د محاکمې لپاره له زندان څخه د محکمې غونډې ته لېږدول شوې وه.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا ښځه د عبدالرحمن مرادي مېرمن وه او د هغه ورور له خوا وژل شوې ده.
سرچینو ویلي، که څه هم طالبانو مخکې ویلي وو چې عبدالرحمن مرادي ځان وژنه کړې، خو د هغه کورنۍ د نوموړې په میرمنې تور لګولی و، چې هغې وژلی دی.
سرچینو تشریح کړې چې یو کس د دې ښځې په وژنه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی، خو محلي طالبانو لا په دې اړه څه ندي ویلي.










