
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، د کونړ زلزلې له امله په دې ولایت کې ۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
دې سازمان د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي ۱۲مه، ویلي چې په عمده توګه د وريجو، لوبیا او باغونو ځمکې ویجاړې شوې دي.
سربېره پر دې، دې سازمان ویلي، په دې پېښه کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ پورې څاروي تلف شوي دي.
د دې سازمان په وینا، مړه شوي څآروي سمدستي خښولو ته اړتیا لري.
د یادونې وړده، چې د کونړ زیاتره اوسېدونکي پر کرنې او مالدارۍ تکیا دي او له همدې لارې د ژوند ضرورتونه پوره کوي.