
کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په قطر کې د اسرائیلو او د فلسطین د مقاومت تنظیم حماس ترمنځ د اوربند مذاکراتو لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسېد.
فلسطیني سرچینو د بریتانیا خبري اژانس ته ویلي، چې په دوحه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره لومړی غیر مستقیم مذاکراتي پړاو بې پایلې پای ته ورسېد.
سرچینو ویلي، چې د مذاکراتو لپاره راغلي اسرائیلي پلاوي ته د وروستي تړون ترلاسه کولو لپاره بشپړ واک نه و ورکړل شوی.
بل خوا، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نیتن یاھو د شنبې په شپه ویلي و، چې د حماس وروستي غوښتنې د اسرائیل لپاره د منلو وړ نه دي، خو سره له دې، هغه په دوحه کې د لوړې کچې مذاکراتي ټیم استوي.