افغانستانخبرونه

د امریکا فلادلفیا ښار کې د ډزو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالتونو په فلاډلفیا ښار کې د ډزو یوه پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس نن په یوه راپور کې ویلي چې پرون د دوشنبې په ورځ د فلاډلفیا ښار په سوېل کې د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د فلاډلفیا ښار پولیسو ویلي، یاده پېښه د استوګنې په یوه بلاک کې رامنځته شوې چې په تور یې یو کس له وسلو سره نیول شوی دی.

په راپور کې راغلي، تر اوسه معلومه نه ده چې د ډزو لامل څه و.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۵مه هم د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د پولیسو له یونیفورمه په استفادې یوه کس د ایالتي شورا یوه ډیموکراته غړې او د هغې خاوند په ډزو وژلي وو.