
کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز جوړولو کار ۸۷ سلنه بشپړ شوی دی.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن (سېشنبه، ۱۷ چنګاښ) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې پروژې د بنسټیزو کارونو (کندنکاري او پرېکاري) ۹۶ سلنه او د «ریل نصبولو» کار ۸۵ سلنه بشپړ شوی دی.
هغه زیاته کړې، په دې پروژه کې د ۸۱ واړو پلچکونو او پنځو لویو پلونو جوړول شامل دي، چې له دې جملې د ۸۱ واړو پلچکونو او درېیو لویو پلونو کار بشپړ شوی دی.
نوموړي ویلي، د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د دې برخې د شپږو تګراتګ سټیشنونو جوړولو کار ۲۵ سلنه او د مسافرو او سوداګریزو توکو د تخلیې او ریل سبقت لپاره د یوه سټیشن جوړولو کار ۲۰ سلنه بشپړ شوی دی.
محمد اشرف حقشناس ویلي، د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز کار یوه قزاقستاني شرکت پر مخ وړي.
د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ؛ درېکلنه پروژه وه، چې په لسم کال لا هم نده بشپړه شوې.
د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۷ کیلومتره یې په ایران او ۱۴۹ کیلومتره یې په افغانستان کې دي.
د دې اوسپنې پټلۍ دوه برخې چې په ایران کې دي او درېیمه برخه یې په افغانستان کې بشپړه شوې ده.
د دې اوسپنې پټلۍ څلورمه قطعه دوه فازونه لري، چې ۴۳ او ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او په پای کې د هرات صنعتي پارک ته رسیږي.
طالبان وايي، د دې برخې د لومړي فاز جوړولو کار روان دی او د بشپړېدو وروسته به د دویم فاز کار پیل شي.