افغانستانخبرونه

طالبان: په غزني کې یوه سړي غوښتل خپلې درې واړې نجونې د پور په بدل کې په نکاح ورکړي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په غزني کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د څلورو ودونو مخه نیولې او ویلي یې دي، په یوه قضیه کې یوه سړي غوښتل «خپلې درې واړې نجونې د پور په بدل کې په نکاح ورکړي».

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دا سړی د غزني د اندر ولسوالۍ د کمال‌خیل کلي اوسېدونکی دی.

د باختر په وینا، د قره‌باغ ولسوالۍ په ګودلو کلي کې یوه نجلۍ د خپل پلار له رضایت پرته په نکاح ورکول کېده، چې د امر بالمعروف مامورینو مداخله کړې او مخه یې نیولې ده.

څو ورځې وړاندې د طالبانو چارواکو ټینګار وکړ چې په هلمند کې یوه سړي خپله اووه کلنه لور د پیسو په بدل کې د ۴۵ کلن سړي سره په نکاح کړې وه.

طالبانو ویلي، دغه نکاح یې فسخه کړې ده.

د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د محدودیتونو او اقتصادي کړکېچ له امله په افغانستان کې جبري او وختي ودونه زیات شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونو په دې اړه څو ځله اندیښنه ښودلې ده.